پاکستان ۴ اگست ۲۰۲۶

نن په ټول پاکستان کې د کشمیر د استحصال ورځ لمانځل کېږي، سهار ۹ بجې به یوه دقیقه چوپتیا وي

کوټه (ویب نیوز) نن په پاکستان او آزاد کشمیر کې د کشمیر د استحصال ورځ لمانځل کېږي، چې موخه یې له کشمیري ولس سره د یووالي څرګندول دي. د وزیراعظم شهباز شریف په لارښوونه به سهار ۹ بجې په ټول هېواد کې یوه دقیقه چوپتیا ونیول شي، سائرنونه به وغږول شي او ترافیک به هم د یوې دقیقې لپاره ودرول شي. په بېلابېلو ښارونو، وفاقي او صوبایي مرکزونو، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان کې به ریلیانې، واکونه، سیمینارونه، کنفرانسونه، دعایي غونډې او تصویري نندارتونونه جوړېږي. په سرکاري ودانیو به ملي او کشمیري بیرغونه پورته کېږي، د مضمون لیکلو او وینا سیالۍ به هم ترسره کېږي چې د کشمیري ولس مبارزه روښانه شي. په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستان سفارتونه به هم ځانګړې غونډې جوړوي ترڅو د مقبوضه کشمیر وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پام راوګرځول شي.