تازه خبرونه ۴ اگست ۲۰۲۶

ټرمپ د امریکايي تېلو شرکتونو ته خبرداری ورکړ، ولس ته ارزانه تېل برابر کړئ

کوټه (ویب نیوز): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکايي تېلو شرکتونو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې هغوی له اوسني نړیوال وضعیت څخه ډېره ګټه ترلاسه کړې، اوس باید امریکايي ولس ته ارزانه تېل برابر کړي. ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارم «ټروتھ سوشل» کې ویلي، د ایران د کړکېچ له امله د تېلو د بیو له لوړېدو شرکتونو لویې ګټې کړې دي. هغه د شیوران شرکت مشر مایک وارت هم ونیوکه او ویې ویل چې نوموړي په خپله مرکه کې د ټرمپ ادارې د انرژۍ پالیسۍ او وینزویلا ته د امریکايي شرکتونو د بېرته ستنېدو په برخه کې د حکومت رول له پامه غورځولی دی. ټرمپ زیاته کړه چې د ده د ادارې د پالیسیو له امله امریکايي شرکتونه یو ځل بیا په وینزویلا کې سوداګري کوي، نو باید د ولس د ګټې لپاره د تېلو بیې راکمې کړي.