پاکستان ۴ اگست ۲۰۲۶

پاکستان له چین څخه د ۱.۳ ارب ډالرو د بیا تمویل د ژر بشپړېدو غوښتنه وکړه

کوټه (ویب نیوز): پاکستان له چین څخه د ۱.۳ ارب ډالرو د بیا تمویل (ریفنانسنګ) د ژر بشپړېدو رسمي غوښتنه کړې ده. د سرچینو په وینا، د پاکستان او چین چارواکي د دې بهیر د چټک بشپړېدو لپاره په خبرو بوخت دي او تمه ده چې د مقرراتو او شرطونو له وروستي کېدو وروسته به یاده اندازه پیسې د روانې میاشتې په ترڅ کې پاکستان ته انتقال شي. د مالیې وزارت سرچینې وایي، د دې فنډونو په ترلاسه کېدو سره به د هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمې لا پیاوړې شي. د یادونې وړ ده چې پاکستان د تېر جولای په میاشت کې ټولټال ۲.۲ ارب ډالره بهرني تادیات ترسره کړي وو، چې پکې د چین د ۱.۳ ارب ډالرو سوداګریز پور بېرته ورکول هم شامل وو.