تازه خبرونه ۵ اگست ۲۰۲۶

ایران او عمان د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د سمندري پولو پر هوکړې ته ورسېدل

کوټه (ویب نیوز): ایران او عمان د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د لارې د جغرافیایي پولو په ټاکلو سلا شوي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې دواړه هېوادونه د ګډې اعلامیې د چمتو کولو په حال کې دي، خو دا به هغه وخت عملي شي چې کوم درېیم لوری پکې لاسوهنه ونه کړي. نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه له پاکستان او قطر سره هم اړیکې روانې دي. بل لور ته امریکایي رسنیو د سرچینو له قوله ادعا کړې چې امریکا، ایران او عمان د ۶۰ ورځني موقتي ترتیباتو پر سر هم سلا شوي، چې له مخې به خلیجي هېوادونو ته تلونکې بېړۍ د ایران له اوبو او د عرب سمندر پر لور تلونکې بېړۍ د عمان له اوبو تېرېږي او په دې موده کې به هېڅ ډول فیس نه اخیستل کېږي. خو ایراني دولتي رسنیو ټینګار کړی چې خبرې یوازې د تهران او مسقط ترمنځ روانې دي، امریکا پکې هېڅ رول نه لري، او که د امریکا له لوري سرغړونې دوام وکړي، نو د ایران او عمان تر احتمالي هوکړې وروسته به هم هرمز تنګی سمدستي پرانیستل نه شي.