پاکستان ۵ اگست ۲۰۲۶

د اورګاډو وفاقي وزیر د دوو بندو رېل ګاډو د بیا چلولو اعلان وکړ

بابو مسافر ټرین به د اګست په ۲۰مه او ساندل ایکسپریس به د اګست په ۲۱مه بېرته روانېږي
کوټه (ویب نیوز) د رېل پټلۍ وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي د دوو بندو رېل ګاډو د بیا فعالولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې پاکستان رېلوې به بابو مسافر ټرین او ساندل ایکسپریس له دوو اوونیو وروسته بېرته روانې کړي. د معلوماتو له مخې له لاهور څخه لاله موسیٰ ته تلونکې بابو مسافر ټرین به د اګست په ۲۰مه او له ملتان څخه د جهنګ او سرګودها له لارې تلونکې ساندل ایکسپریس به د اګست په ۲۱مه خپل سفرونه پیل کړي. دواړه رېل ګاډي د کورونا وبا له امله بند شوي وو. وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي ویلي چې د رېل ګاډو د بیا چلولو پرېکړه د مسافرو د غوښتنې او د رېلوې د ګټو په پام کې نیولو سره شوې ده. نوموړي وویل چې روان کال به نور بند رېل ګاډي هم فعال کړل شي او د وزیراعظم د لیدلوري له مخې به مسافرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.