صوبايي حکومت او پولیس دې قاتلان ونیسي او کورنۍ ته دې انصاف ورکړي، د بلوچستان خبریالانو اتحادیه
کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان یونین آف جرنلسټس (بي یو جې) مشر منظور احمد رند، عمومي منشي شاه حسین ترین او د کابینې او اجرائیوي شورا غړو د صحبت پور د عوامي پریس کلب مرستیال مشر خبریال نذر علي کندراني د وژنې سخته غندنه کړې او د پېښې د شفافو پلټنو او د قاتلانو د سمدستي نیولو غوښتنه یې کړې ده. د بي یو جې مشرانو په بیان کې ویلي چې په صحبت پور کې د خبریال نذر علي کندراني په ډزو وژل کېدل یوه ډېره خواشینوونکې پېښه ده، چې د ټولې خبریالې ټولنې ترمنځ یې اندېښنه او غم خپور کړی دی. دوی له صوبايي حکومت او پولیسو غوښتنه کړې چې د نذر علي د وژنې بې پرې تحقیقات ترسره کړي، تورن کسان ونیسي او د قانون له مخې ورته سخته سزا ورکړل شي. د بي یو جې مشرانو د وژل شوي خبریال له کورنۍ سره د خواخوږۍ او تعزیت څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې په دې غمیزه کې د خبریالانو ټولنه د نذر علي کندراني له کورنۍ سره ولاړه ده. دوی د مرحوم لپاره د جنت الفردوس دعا هم کړې ده.
