حکومتي اقدام ولس له ناامنۍ سره مخ کوي او د امن دښمنو عناصرو ته اسانتیا برابروي، صوبايي سیکرټریټ
کوټه (ویب نیوز) پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د قلعې سیف الله ضلعې له بېلابېلو پولیس تاڼو څخه د وسلو بېرته اخیستلو او د دغو تاڼو د کمزوري کولو پر پرېکړه سخته اندېښنه او غندنه څرګنده کړې ده. د ګوند له صوبايي سیکرټریټه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د حکومت دغه اقدام د ټولې ضلعې ولس له وېرې، بې باورۍ او ناامنۍ سره مخ کړی دی. بیان کې ویل شوي چې د قلعې سیف الله، مسلم باغ، کان مهترزۍ، نسایي، مرغې فقیرزۍ، لوئي بند، بادیني، شران جوګیزۍ، شنکۍ، اخترزۍ، باتوزۍ او مسافرپور په ګډون له ګڼو پولیس تاڼو څخه ایس ایم جیز او مېګزینونه بېرته اخیستل شوي او د ډي پي او دفتر ته د انتقال امر شوی دی. ګوند ویلي چې د دې پرېکړې عملي معنا دا ده چې پولیس تاڼې بې وسه او غیر فعالې کېږي، چې ګټه به یې ترهګرو او وسله والو ډلو ته ورسېږي. پښتونخوا نېپ ویلي چې په داسې وخت کې چې قلعې سیف الله او شاوخوا سیمې د ترهګرۍ له ګواښونو سره مخ دي، پولیس له وسلو محرومول د امن دښمنو عناصرو لپاره اسانتیا برابرول دي. ګوند له صوبايي حکومت، د کورنیو چارو وزارت، د پولیسو مشر او اړوندو ادارو څخه غوښتنه کړې چې د وسلو د بېرته اخیستلو پرېکړه سمدستي بېرته واخلي، ټول پولیس تاڼې فعالې وساتي، پولیسو ته اړین وسایل ورکړي او د ولس د سر او مال د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي. پښتونخوا نېپ خبرداری ورکړی چې که پر دې پرېکړه بیا کتنه ونه شي نو د رامنځته کېدونکو حالاتو مسؤلیت به پر حکومت وي.
