اغېزمنو زده کوونکو کې بلوچ او غیر بلوچ شامل دي، له والدینو د حلف نامو غوښتنه شوې، عمران بلوچ
کوټه (ویب نیوز) د نیشنل یونیورسټۍ آف سائنس اینڈ ټیکنالوژۍ (نسټ) کوټې کیمپس کې د ملي ترانې پر مهال د نه درېدو او د ترانې د نه ویلو له امله د ۳۵ څخه د زیاتو زده کوونکو د پوهنتون څخه د ایستلو دعوه شوې ده، خو تر اوسه د پوهنتون ادارې په دې اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی. د کوټې وکیل او د بشري حقونو فعال عمران بلوچ په ټولنیزو رسنیو کې په خپل بیان کې دعوه کړې چې د ملي ترانې د مراسمو پر مهال له ۳۵ څخه زیات زده کوونکي ولاړ نه شول، چې وروسته یې پر ضد اقدام وشو او له پوهنتونه وایستل شول. هغه ویلي چې په اغېزمنو زده کوونکو کې بلوچ او غیر بلوچ دواړه شامل دي. عمران بلوچ ویلي چې د پوهنتون ادارې د زده کوونکو د بیا داخلېدو لپاره له والدینو څخه ځانګړې حلف نامې غوښتې دي، او له دې وروسته به د بیا داخلې په اړه غور کېږي. نوموړي وویل چې والدینو ته لارښوونه شوې چې حلف نامې جمع کړي څو زده کوونکي بېرته پوهنتون ته داخل شي. بل لور ته د نسټ پوهنتون ادارې تر دې خبر د خپرېدو پورې په دې اړه کوم رسمي وضاحت یا غبرګون نه دی ورکړی.
