مقامی ۵ اگست ۲۰۲۶

د وزیراعلیٰ بلوچستان سره د آل پارټیز موسیٰ خېل پلاوي ملاقات، د پرمختیايي ستونزو د حل ډاډ

د موسیٰ خېل د پرمختګ، بنسټیزو اسانتیاوو او مواصلاتي نظام د ښه والي لپاره وړاندیزونه وړاندې شول
کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان وزیراعلیٰ او چیف آف بګټي میر سرفراز بګټي د آل پارټیز موسیٰ خېل له لوړپوړي پلاوي سره د چیف آف غرښین سردار سید اسد زمان غرښین په مشرۍ ملاقات کړی، چې پکې د موسیٰ خېل ضلعې پر عوامي، انتظامي او پرمختیايي ستونزو تفصیلي خبرې شوې دي. په پلاوي کې د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی مرستیال سپیکر سردار بابر خان موسیٰ خېل، پخوانی صوبايي وزیر مولانا غلام سرور، د اندرپړ او راړاشم یونین کونسلونو استازي، قبایلي مشران او سیاسي شخصیتونه شامل وو. د ملاقات پر مهال پلاوي د موسیٰ خېل ضلعې د پرمختګ، د بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو، د مواصلاتي نظام د ښه والي او نورو ولسي پروژو په اړه خپل وړاندیزونه وزیراعلیٰ ته وړاندې کړل. میر سرفراز بګټي د پلاوي خبرې واورېدې او باور یې ورکړ چې د بلوچستان حکومت د صوبې د ټولو ضلعو د متوازن او یو شان پرمختګ لپاره کار کوي. نوموړي وویل چې د ولسي استازو، قبایلي مشرانو او ځايي قیادت له مشورې سره سم پرمختیايي پروژې د خلکو د اړتیاوو مطابق جوړېږي، څو د لرې پرتو او وروسته پاتې سیمو خلک هم د پرمختګ له ګټو برخمن شي. وزیراعلیٰ وویل چې د حکومت لومړیتوب دا دی چې وروسته پاتې ضلعې د ملي پرمختګ له بهیر سره یوځای کړي او د شته وسایلو په اغېزمن استعمال سره به د ټولو سیمو پرمختګ یقیني شي. هغه وویل چې تېر کال د واشک ضلعې لپاره ځانګړی پرمختیايي پیکج ورکړل شوی و، او روان کال به د موسیٰ خېل په ګډون د نورو وروسته پاتې ضلعو پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کېږي. په ملاقات کې صوبايي وزیر داخلہ میر ضیاء الله لانګو، د وزیراعلیٰ پرنسپل سیکرټري عمران زرکون او نور چارواکي هم موجود وو.