پاکستان ۵ اگست ۲۰۲۶

محسن نقوي: اوسنی حکومت به خپله آئیني موده بشپړه کړي، په نظام کې بنسټیز اصلاحات ضروري دي

کوټه (ویب نیوز): د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ویلي چې اوسنی حکومت به خپله آئیني موده بشپړه کړي او وزیراعظم شهباز شریف به تر پایه خپلې دندې ته دوام ورکړي. نوموړي په اسلام‌آباد کې خبریالانو ته وویل چې د ټولو وفاقي وزارتونو د کارکردګۍ د ارزونې لپاره باید د یوه خپلواک درېیم لوري له خوا آډټ ترسره شي، چې د ده خپله وزارت هم پکې شامل وي او پایلې یې ولس ته وړاندې شي. محسن نقوي وویل چې دی د خپلې وزارت د کارکردګۍ په اړه وزیراعظم ته ځواب ویونکی دی، خو اوسنی نظام د هېواد د ستونزو د حل وړتیا له لاسه ورکړې او بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري. هغه د نویو اداري واحدونو او نویو صوبو جوړول د وخت مهم ضرورت وباله او ویې ویل چې تر هغو چې واکونه ولسي کچې ته ونه سپارل شي، د خلکو ستونزې به په دوامداره توګه حل نه شي، خو دیموکراتیک نظام او آئیني بهیر به دوام لري.