کوټه (ویب نیوز): د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ویلي چې وزیراعظم شهباز شریف ته به مشوره ورکړي څو د وفاقي کابینې د ټولو وزیرانو د کارکردګۍ ارزونه د یوه خپلواک درېیم لوري له خوا ترسره شي، ترڅو د هر وزارت د فعالیت روڼ انځور ولس ته وړاندې شي. نوموړي له جیو نیوز سره په خبرو کې وویل چې اوسنی حکومت به خپله پنځه کلنه آئیني موده بشپړه کړي او وزیراعظم شهباز شریف به تر پایه خپلې دندې ته دوام ورکړي. محسن نقوي زیاته کړه چې وزیراعظم هره ورځ له ۱۴ څخه تر ۱۶ ساعتونو پورې کار کوي او که د حکومت نظام نور هم ښه شي، پایلې به څو برابره ښې وي. هغه وویل، دی خپله د حکومت برخه ده، نو پر حکومت د نیوکې یا چارج شیټ کولو خبره نه مطرح کېږي. د نوموړي په وینا، د اوسني نظام باوجود د ایف بي آر عواید زیات شوي، په امنیتي او سفارتي ډګرونو کې بریاوې ترلاسه شوې او که نظام نور هم سم شي، هېواد به لا په چټکۍ پرمختګ وکړي.
