مقامی ۵ اگست ۲۰۲۶

په کوټه کې د تجاوزاتو پر ضد عملیات، ۸ کسان ونیول شول

د سریاب په بېلابېلو سیمو کې غیر قانوني جوړښتونه او عارضي تجاوزات لرې کړل شول
کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د وزیراعلیٰ د حکمونو او د کوټې د مرستیال کمشنر د لارښوونې له مخې ضلعي انتظامیې، میونسپل کارپورېشن او پولیسو د سریاب سب ډویژن په سیمه کې د تجاوزاتو پر ضد ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۸ کسان نیول شوي دي. د معلوماتو له مخې د کوټې مرستیال کمشنر مهرالله بادیني په لارښوونه او د سریاب مرستیال کمشنر مصور احمد اچکزي په مشرۍ د تجاوزاتو پر ضد عملیات ترسره شول. د عملیاتو پر مهال د مین سریاب روډ، کسټم چوک، موسیٰ کالوني، چکي شاهواني، ایسټرن بای پاس، بکرا منډۍ او چالو باوړۍ سیمو کې جوړ شوي دایمي او عارضي تجاوزات لرې کړل شول. انتظامیې ویلي چې د دولتي لارښوونو د بیا بیا سرغړونې له امله ۸ کسان ونیول شول، په داسې حال کې چې نورو تجاوز کوونکو ته خبرداری ورکړل شو چې بیا به غیر قانوني تجاوزات نه جوړوي. ضلعي انتظامیې ویلي چې په کوټه ښار کې به د تجاوزاتو پر ضد عملیات په لا چټکۍ او دوام سره روان ساتل کېږي.