تازه خبرونه ۶ اگست ۲۰۲۶

د شلمو اسیايي لوبو د هاکي سیالیو ډرا اعلان شو، پاکستان په “بي” ګروپ کې شامل شو

کوټه (ویب نیوز): د شلمو اسیايي لوبو د هاکي سیالیو ډرا اعلان شوی چې له مخې یې پاکستان په “بي” ګروپ کې ځای پر ځای شوی دی. په دې ګروپ کې له پاکستان سره چین، مالیزیا، عمان، تایلنډ او ازبکستان هم شامل دي. اسیايي لوبې به د سپټمبر له ۱۸مې څخه د اکتوبر تر ۳مې پورې په جاپان کې ترسره شي. پاکستان به د سپټمبر په ۲۰مه له تایلنډ، په ۲۲مه له ازبکستان، په ۲۴مه له چین، په ۲۶مه له مالیزیا او په ۲۸مه له عمان سره لوبې وکړي، په داسې حال کې چې په “الف” ګروپ کې جاپان، کوریا، هند، بنګله دېش، اندونیزیا او سریلانکا شامل دي.