کوټه(ویب نیوز) د سریاب سړک د راډیو پاکستان ترڅنګ د یوټرن او د سړک د پراخولو پروژې لپاره په ۲۰۲۲ کال کې د محمد ټاون ګڼې استوګنیزې او سوداګریزې ودانۍ ونړول شوې، خو د څو کلونو په تېرېدو سره هم متضررینو ته مناسب تاوان نه دی ورکړل شوی. د متضررینو په وینا، د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر ۲۹مه ریفرنس محکمې د دوی په ګټه پرېکړه کړې او د تاوان د زیاتوالي او نورو قانوني امتیازونو د ورکړې حکم یې کړی، خو تر اوسه پرې عمل نه دی شوی. دوی وايي، که څه هم قضیه په بلوچستان هایکورټ کې هم تر اورېدنې لاندې ده، خو د ریفرنس محکمې د پرېکړې پر ضد د عمل د ځنډ کوم حکم نه شته، نو حکومت باید لږ تر لږه موقتي تاوان ژر تر ژره ورکړي، څو اغېزمنو کورنیو ته سمدستي مالي اسانتیا برابره شي.
