کوټه (ویب نیوز): د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سره په پاکستان کې د چین سفیر جیانګ زي ډونګ ولیدل او د چین د ولسمشر شي جین پینګ ځانګړی لیک یې هغه ته وسپاره. په لیک کې د چین د کمونېست ګوند د کلیزې په مناسبت د وزیراعظم شهباز شریف د مبارکۍ پیغام ستاینه او مننه شوې ده. وزیراعظم د پاکستان او چین ترمنځ د هر ډول حالاتو ستراتیژیکې ملګرتیا د لا پیاوړتیا ژمنه تازه کړه او د ولسي اړیکو، سیاسي ګوندونو او پارلماني تبادلو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د ګډو همکاریو او د سیمې د مهمو موضوعاتو په اړه هم هر اړخیزې خبرې وشوې.
