کوټه(ویب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند په یوه بیان کې ویلي چې په هېواد کې اساسي قانون او ولسواکي زیانمن شوي او سیاسي بېثباتي ورځ تر بلې د بحرانونو د ژورېدو لامل ګرځي. ګوند ویلي چې د محمود خان اڅکزي په غوښتنه په بېلابېلو سیمو کې د ترسره شویو احتجاجونو پراخ ګډون د خلکو د سیاسي دریځ څرګندونه ده. په بیان کې د عمران خان، علي وزیر، ماهرنګ بلوچ او نورو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو، د اساسي قانون د بیا پلي کېدو، د ولسواک نظام د ټینګښت او د سیاسي خبرو اترو غوښتنه شوې او ټینګار شوی چې د هېواد د ستونزو حل یوازې د جمهوري او سیاسي لارو ممکن دی. ګوند د احتجاجونو له ګډونوالو مننه کړې او ژمنه یې کړې چې خپله سیاسي او جمهوري مبارزه به لا پیاوړې کوي.
