کراچۍ (ویب نیوز) د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نومیالی توپ وهونکی بابر اعظم د ښي لاس د ټپي کېدو له امله د سلیکټ الیون پر وړاندې له درې ورځنۍ لوبې بهر شوی دی. د لوبډلې چارواکو په وینا، بابر اعظم ته د توپ وهنې پر مهال په ښي لاس توپ لګېدلی و او د ډاکټرانو په مشوره هغه د لوبې د پاتې برخې لپاره استراحت ته پرېښودل شوی دی. ټاکل شوې بابر اعظم د اګست په ۱۷مه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په تمریني غونډه کې ګډون وکړي. د انګلستان پر وړاندې د ټېسټ لړۍ لپاره د چمتووالي په موخه د سلیکټ الیون پر وړاندې په روانه درې ورځنۍ لوبه کې پاکستان په دویمه ورځ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ۲۳۸ منډو له جوړولو وروسته ټول اوټ شو او کوربه لوبډلې ۶۷ منډې برلاسی ترلاسه کړی دی.
