تازه خبرونه ۱۶ اگست ۲۰۲۶

امریکا دې په کابل کې سفارت بېرته پرانیزي او په افغانستان کې دې پانګونه وکړي؛ افغان بهرنیو چارو وزیر

کابل (ویب نیوز)د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له امریکا غوښتنه کړې چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي په کابل کې نیویارک ټایمز ته په مرکه کې ویلي، چې د جګړې باب یې پای ته رسېدلی ګڼي او غواړي له دې وروسته د متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو او مثبت تعامل نوی باب پرانیزي. هغه وویل، هېڅ افغان نه غواړي چې د خپل هېواد پر خاوره د بل هېواد پوځي حضور وي او نه یې زغملی شي. متقي زیاته کړه، د دوی اداره غواړي په امریکا کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت بېرته پرانیزي او له اروپايي هېوادونو سره د افغان کډوالو د تړونونو په اړه خبرې کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، امریکا او نور هېوادونه کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي، ځکه د طالبانو اداره بهرنۍ پانګې ته جدي اړتیا لري. نوموړي په مرکه کې دې پوښتنې ته روښانه ځواب ورنه کړ چې ایا د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی د حکومت اقدامات د افغانستان د نړیوالې پېژندنې پر وړاندې خنډ دي که نه. د طالبانو حکومت د امریکايي ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته هڅه کوي چې د امریکا سفارت بېرته پرانستلو، د ډیپلوماتیک حضور ساتلو او د افغانستان په بنسټیزو زېربناوو او معدني سرچینو کې د پانګونې بلنې له لارې خپله نړیواله انزوا پای ته ورسوي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په لیکلي ځواب کې له افغانستان سره د اړیکو د عادي کېدو امکان رد کړی دی. د امریکا ویاند ویلي، طالبان د افغانستان د لا باثباته کولو او د ترهګرۍ ضد خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي او ترهګرو ډلو ته اجازه ورکوي چې افغانستان د بریدونو لپاره د مرکز په توګه وکاروي. د امریکا ویاند زیاته کړې چې واشنګټن له طالبانو سره یوازې هغه مهال خبرې کوي چې دا کار د امریکايي ولس په ګټه وي. په همدې حال کې هېڅ اروپايي هېواد د طالبانو اداره د افغانستان د قانوني واکمنۍ په توګه نه ده پېژندلې او د افغانستان سرپرسته اداره ملګرو ملتونو او نړیوال وجهي صندوق په څېر نړیوالو ادارو ته هم بشپړ لاسرسی نه لري.