کوټه (ویب نیوز) د ۲۰۲۶ کال د اګست ۱۶مه: د ایران د پوځ لوی درستیز مېجر جنرال امیر حاتمي په فارس خلیج کې د امریکايي ځواکونو د حضور د دورې د پای اعلان کړی او ویلي یې دي، هر هغه څوک چې یو امریکايي سرتېری ووژني یا یې ونیسي او ایراني چارواکو ته یې وسپاري، ۳۰ زره امریکايي ډالر انعام به ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړې چې که یوه ایراني ښځه دغه اقدام ترسره کړي، نو انعام به دوه برابره ورکړل شي. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، امیر حاتمي د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د هرمز تنګی د ایران لپاره یو مهم جغرافیایي او ستراتیژیک ارزښت لري او ایران به اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې د امریکا پخوانی پوځي حضور بېرته را وګرځي. هغه وویل چې امریکا ته به په فارس خلیج، عمان سمندر او هرمز تنګي کې د پوځي حضور د بیا جوړولو اجازه ورنه کړل شي او امریکايي پوځي اډې به هېڅکله خپل پخوانی وضعیت ته ستنې نه شي. د ایران د پوځ لوی درستیز د امریکا پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ نیوکه وکړه او ویې ویل چې وروستۍ جګړې د هرمز تنګي ستراتیژیک اهمیت لا زیات څرګند کړی دی. د ایران او امریکا ترمنځ جګړه د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې وه او شاوخوا ۴۰ ورځې یې دوام وکړ، چې وروسته په اپرېل کې اوربند وشو؛ خو وروسته د سولې خبرې ناکامې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی او وخت ناوخت نښتې بیا هم دوام وموند. ایران امریکايي پوځ ترهګریز سازمان بللی، په داسې حال کې چې امریکا د ایران اسلامي انقلابي ساتونکو ځواکونه ترهګریز سازمان اعلان کړي دي.
