تازه خبرونه ۱۶ اگست ۲۰۲۶

د پاکستان ثنا بهادر په اسټرالیا کې د سکواش ټورنمنټ اتلولي وګټله

کوټه (ویب نیوز) ۱۶ اګست ۲۰۲۶: د پاکستان د سکواش لوبغاړې ثنا بهادر په اسټرالیا کې د ترسره شوي سکواش ټورنمنټ اتلولي وګټله او د هېواد نوم یې روښانه کړ. په مېلبورن کې د ترسره شوې سیالۍ په پایلوبه کې ثنا بهادر د اسټرالیا لوبغاړې راشیل ګرېنا ته د یوې پر وړاندې په درې ګیمونو ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. د مېلبورن په دغه ټورنمنټ کې د انعامونو ټول ارزښت درې زره امریکايي ډالره و.