تازه خبرونه ۱۶ اگست ۲۰۲۶

عزيزي: افغانستان د اوزبېکستاني او چینايي شرکتونو د پانګونې لپاره چمتو دی

کابل (ویب نیوز) د ۲۰۲۶ کال د اګست ۱۶مه: د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزيزي وایي، افغانستان د اوزبېکستاني او چینايي شرکتونو د پانګونې لپاره بشپړ چمتووالی لري او د کانونو، کرنې، پروسس، انرژۍ، ماشین‌الاتو، تولید او اقتصادي زیربناوو په برخو کې د پانګونې پراخ فرصتونه موجود دي. نوموړي دا څرګندونې د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې د سرخان‌دریا ـ چین سوداګریزې ناستې ته د وینا پر مهال کړې دي. په دې ناسته کې د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌اوف، د چین د کلتور وزیر، د سرخان‌دریا والي اولوغ‌بیک قاسیموف، د بلخ والي مولوي محمدیوسف وفا، په تاشکند کې د افغانستان سفیر مولوي عبدالغفار بحر او د افغانستان د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و. عزيزي د افغانستان، اوزبېکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د نوو ترانزیټي دهلېزونو پر جوړولو او د ګډو پانګونو لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. هغه وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او اوزبېکستان اړیکې د اقتصادي همکاریو نوي پړاو ته داخلې شوې دي او د دواړو هېوادونو متقابل سفرونو، سوداګریزو ناستو او د خصوصي سکټور ترمنځ هوکړو د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د پراختیا زمینه برابره کړې ده. نوموړي چین د افغانستان مهم اقتصادي شریک وباله او ویې ویل چې د چین، منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او سیمه‌ییز اتصال په پراختیا کې مهم رول لري. عزيزي له اوزبېکستان څخه وغوښتل چې د دغه هېواد د سوداګریزو او ترانزیټي شبکو له لارې چین او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو د لېږد زمینه برابره کړي. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې ګډه پانګونه او د خامو موادو پروسس کولی شي د سیمې هېوادونو ته د دوامدارو او متقابلو ګټو زمینه برابره کړي. د بلخ والي مولوي محمدیوسف وفا هم د افغانستان او اوزبېکستان پر ښو او دوستانه اړیکو ټینګار وکړ او په بلخ کې یې د امنیت او پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.