ملتان (وېب نیوز) پاکستان ګولډ د چیمپینز کپ یو ورځني کرکټ سیالیو پایلوبه وګټله او پاکستان ګرینز ته یې په ۱۰۱ منډو ماتې ورکړه. د ملتان کرکټ لوبغالي کې د سیالۍ په پایلوبه کې پاکستان ګولډ لومړی بیټنګ وکړ او د خپلې پاڼۍ په وروستي توپ یې ۳۴۰ منډې جوړې کړې. سعد خان ۱۱۲ او شامل حسین ۱۱۱ منډې جوړې کړې او دواړو غوره سلیزې ووهلې. د هدف په تعقیب کې پاکستان ګرینز د شاهین شاه اپریدي د غوره توپاچونې پر وړاندې په ۳۸م اوور کې په ۲۳۹ منډو وسوځېد. د پاکستان ګولډ کپتان شاهین شاه اپریدي د هېټ ټرېک په ګډون د ۳۶ منډو په بدل کې ۷ لوبغاړي وسوځول او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه. د پاکستان ګرینز له لوري سعد بیګ ۶۷ او عمیر یوسف ۴۴ منډې جوړې کړې.
