کوټه (ویب نیوز) د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ د شپږم کال له پیلېدو سره هممهاله، له ښوونځیو او پوهنتونونو پاتې یو شمېر افغان نجونو له چارواکو غوښتنه کړې چې د دوی څوکلنی انتظار پای ته ورسوي او د شرعي اصولو په چوکاټ کې ورته د زدهکړو د بیا پیل زمینه برابره کړي. نجونې وایي چې دوی د شرعي حجاب مراعاتولو او د تعلیمي چاپېریال لپاره د ټاکل شوو اصولو په رعایت سره خپلو زدهکړو ته د دوام لپاره چمتو دي. د کابل ښار زدهکوونکې یلدا احمدزاده وایي، که له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې نه وای ځنډول شوې، اوس به له ښوونځي فارغه شوې وه. نوموړې هیله څرګنده کړه چې اسلامي امارت د خپل حاکمیت د شپږم کال په پیل کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي. بلې زدهکوونکې هاجرې وویل، د یوې نجلۍ لپاره څو کاله له زدهکړو پاتې کېدل ډېر اوږد وخت دی او ډېرو نجونو غوښتل چې په راتلونکي کې ډاکترانې، ښوونکې، انجینرانې او د بېلابېلو برخو متخصصانې شي. د کابل د غالب پوهنتون پخوانۍ محصلې نبیلې هم ویلي چې د زدهکړو ځنډېدو یې د راتلونکي پلانونه نیمګړي کړي او له اسلامي امارته غواړي چې نجونو ته پوهنتونونو ته د بېرته ستنېدو او د خپلو نیمګړو زدهکړو د بشپړولو زمینه برابره کړي.
