تازه خبرونه ۱۸ اگست ۲۰۲۶

پاکستان د ملګرو ملتونو د وسلو د کمولو کنفرانس مشري په غاړه واخیسته

کوټه (ویب نیوز) پاکستان د ملګرو ملتونو د وسلو د کمولو کنفرانس مشري په غاړه اخیستې ده او د پاکستان سفیر طاهر حسین اندرابي د کنفرانس د رئیس په توګه د غونډو مشري کوي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د ملګرو ملتونو د وسلو د کمولو په کنفرانس کې د نړۍ ۶۵ هېوادونه غړیتوب لري او د کنفرانس په اجنډا کې د اټومي وسلو د سیالۍ د پای ته رسولو او مخنیوي ترڅنګ یو شمېر مهم نړیوال موضوعات شامل دي. پاکستان د کنفرانس د رئیس په توګه د خپل رول په اړه د سلا مشورو بهیر هم پیل کړی او طاهر حسین اندرابي د کنفرانس له پخوانیو رئیسانو او د بېلابېلو سیمه‌ییزو ډلو له استازو سره سلا مشورې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې پاکستان به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په لومړۍ کمېټه کې د کلني راپور او پرېکړه‌لیک په اړه هم لارښوونه وکړي.