تازه خبرونه ۲۰ اگست ۲۰۲۶

له هند څخه له ماتې وروسته پاکستان د ۲۰۲۶ هاکي نړیوال جام څخه بهر شو

ایمسټلوین (ویب نیوز) هند خپل پخواني سیال پاکستان ته د ۳ پر وړاندې په ۵ ګولونو ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ کال د ایف آی ایچ نارینه هاکي نړیوال جام دویم پړاو ته لار وموندله، خو پاکستان په لومړي پړاو کې له سیالیو بهر شو. د هالند په ایمسټلوین ښار کې د واګنر هاکي لوبغالي په ترسره شوې لوبه کې د هند لپاره هرمن پریت سینګ او ابیشک دوه، دوه او هارډیک سینګ یو ګول وواهه، په داسې حال کې چې د پاکستان حنان شاهد دوه او سفیان خان یو ګول وواهه. پاکستان هڅه وکړه چې د لوبې پایله بدله کړي، خو بریالی نه شو. له دې ماتې سره پاکستان په ډي ګروپ کې درې لوبې ترسره کړې چې دوه یې وبایللې او یوه یې له ویلز سره په ۳-۳ ګولونو مساوي کړې وه. پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې له انګلستان څخه ۴-۱ ماتې خوړلې وه. بلخوا انګلستان ویلز ته ۸-۲ ماتې ورکړه او د ډلې لومړی مقام یې خپل کړ، هند بیا د پاکستان له ماتولو وروسته دویم پړاو ته ووت. پاکستان له اته کلن ځنډ وروسته د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته راستون شوی و، خو په دې سیالیو کې یې یوه لوبه هم ونه ګټله.