کابل (وېب نیوز) د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله د افغان ولس سرښندنو او قربانیو ته درناوی کړی او پر ملي یووالي او پیوستون یې ټینګار کړی دی. حامد کرزي ویلي، که څه هم د خپلواکۍ ترلاسه کول او د هغې لپاره د مبارزې سختۍ زغمل د افغان ملت لپاره د ویاړ او اعتبار وړ دي، خو د خپلواکۍ ساتنه او له هغې ګټه اخیستل هغه مهال شوني دي چې افغانستان یو پیاوړی، سولهییز او پر ځان بسیا هېواد وي. نوموړي ویلي، د هېواد ځواک په تلپاتې سولې او ثبات، ملي یووالي او په علم او پوهه سمبالو ځوانانو پورې تړلی دی. کرزي ټینګار کړی چې د هېواد ټولو ماشومانو، نجونو او هلکانو ته باید د زدهکړو زمینه برابره شي او د خلکو ترمنځ اتحاد او همبستګي هغه مهال پیاوړې کېږي چې د ګډ برخلیک او د هېواد د ګډ مالکیت احساس پراخ شي. هغه زیاته کړې چې افغانستان یوازې د ملي انسجام او ځواک له لارې کولای شي له خپلې خپلواکۍ ګټه واخلي، پرمختګ وکړي او په نړیواله ټولنه کې د یوه مسؤول او بااعتباره هېواد په توګه خپل ځای ومومي. بلخوا عبدالله عبدالله ویلي چې د خپلواکۍ ورځې نمانځل د هغو بېشمېره افغانانو د سرښندنو او قربانیو یاد تازه کوي چې د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره یې مبارزه کړې ده. هغه د افغانستان د خلکو لپاره د یووالي او ملي پیوستون دعا کړې ده.
