د امریکا ټول دولتي پور په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له ۴۰ ټریلیون ډالرو واوښت، د امریکا د خزانې وزارت د شمېرو له مخې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دواړو دورو کې د امریکا په پور کې ۱۱.۶ ټریلیون ډالر او د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال ۸.۴ ټریلیون ډالر زیاتوالی راغلی، د امریکا حکومت اوس هر کال شاوخوا ۱.۱ ټریلیون ډالر یوازې د پور د سود په توګه ورکوي، په داسې حال کې چې له تېرو لسو کلونو څخه په کمه موده کې د امریکا پور نږدې دوه برابره شوی دی، د جولای په میاشت کې د امریکا د بودجې کسر ۴۳۲ میلیارده ډالر ثبت شوی چې له امله یې د حکومتي پور د لا زیاتېدو اندېښنې ښودل شوې دي، کارپوهان وايي د پور او سود د ورکړې چټک زیاتوالی د امریکا پر اقتصاد فشار زیاتولی شي او په راتلونکي کې د مالي بحران خطرونه هم رامنځته کولی شي۔
