تهران (ویب ډیسک) د هرمز تنګي ته نږدې د امریکا د هوايي ځواک پرمختللې ای درې بي سېنټري الوتکه د بېړني سیګنال له ورکولو وروسته له رادار څخه ورکه شوې ده، خو تر دې دمه د الوتکې د ویشتل کېدو یا له منځه تللو په اړه کومه رسمي تایید نه دی شوی. د الوتنو د څارنې د معلوماتو له مخې، د الوتکې وروستی موقعیت د هرمز تنګي ته نږدې له ۱۹ زره فټه څخه په لوړه ارتفاع کې ثبت شوی و او د ۷۷۰۰ بېړني کوډ له لېږلو وروسته الوتکې په چټکۍ سره خپله ارتفاع کمه کړه او د عمان خلیج او هرمز تنګي څخه لیرې د عربي ټاپووزمې د کورنیو هوايي لارو پر لور یې لوری بدل کړ. په همدې مهال د قطر له امریکايي هوايي اډې څخه د الوتکې د مرستې لپاره د هوايي سونګ برابرونکو الوتکو د الوتنې راپورونه هم ورکړل شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې ادعاوې شوې چې ګواکې الوتکه ایران ویشتلې ده، خو امریکايي مرکزي قوماندانۍ دا ادعا نه ده تایید کړې او دفاعي کارپوهانو هم دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي. د کارپوهانو په وینا، د ۷۷۰۰ بېړنی کوډ د انجن خرابۍ، اور لګېدو یا طبي بېړني حالت نښه کېدای شي او پوځي الوتکې د امنیتي دلایلو له مخې خپل ټرانسپونډر هم بندولای شي چې له امله یې په ملکي رادارونو کې نه ښکاري.
