تهران (وېب نیوز) د ایران د پارلمان مشر باقر قالیباف ویلي چې ایران ته د ګاونډیو هېوادونو له لوري په سیمه کې د نویو امنیتي ترتیباتو په اړه ګڼ شمېر پیغامونه رسېدلي دي. د هغه په وینا، په دغو پیغامونو کې د سیمهییز اقتصادي همکاریو لپاره د نوي جوړښت پر رامنځته کولو هم خبرې شوې دي. قالیباف وویل چې د امریکا فشارونو او اقداماتو د هغه د متحدو هېوادونو امنیت هم له ګواښ سره مخ کړی او امریکا یوازې د اسرائیلو د ګټو لپاره د خپلو متحدینو ګټې له پامه غورځولې دي. هغه زیاته کړه چې د امریکا د اقداماتو له امله متحد هېوادونه د خپل بقا په اړه ځانونه له ګواښ سره مخ احساسوي. د ایران د پارلمان مشر وویل چې په سیمه کې د خپلواکو هېوادونو له خوا په خپله خوښه جوړ شوی سیمهییز نظام کولی شي په رښتینې معنا د تلپاتې سولې زمینه برابره کړي.
