مقامی ۲۳ اگست ۲۰۲۶

دکي کې د ډبرو سکرو کان دننه د زهري ګاز له امله دوه کارګران مړه

دکي (ویب نیوز) د دکي په ناصرآباد سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه تړلي کان کې د زهري ګاز د ډکېدو له امله دوه کارګران مړه او څلور نور بې هوښه شوي دي. د پولیسو په وینا، کارګران د ډبرو سکرو تړلي کان ته داخل شوي وو چې د زهري ګاز د ډکېدو له امله پرې پېښه رامنځته شوه. له پېښې وروسته اغېزمن شوي کارګران سمدستي د دکي ډي اېچ کیو روغتون ته ولېږدول شول. پولیسو ویلي چې په مړو کې محبت الله د سید امین زوی، د خروټي قوم او د خانوزۍ اوسېدونکی، او روزي محمد د محمد آهو اوشخېل زوی، د ناصرآباد اوسېدونکی شامل دي. د پولیسو په وینا، د دواړو مړو جسدونه له ضروري قانوني کارروایۍ وروسته د هغوی خپلوانو ته سپارل شوي دي.