کوټه (ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مرکزي سیکرټرېټ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې په هېواد کې د ډویژنونو پر بنسټ د نوو صوبو جوړول د هېواد ضد او استعماري پلان بلل شوی او په کلکه رد شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۱۹۴۰ کال د لاهور قرارداد په اصل کې د خپلواکو او مقتدرو ملي ریاستونو پر بنسټ د یوې اتحادیې د جوړېدو قرارداد و، په داسې حال کې چې د کابینې مشن پلان او وروسته د ماونټ بېټن د هند د وېش په پلان کې ملي واحدونو ته د خپل راتلونکي د پرېکړې واک ورکړل شوی و او پښتنو، بلوڅو، سندیانو، سرائیکیو، پنجابیانو او بنګالیو ملي واحدونو د خپلو منتخب مجلسونو له لارې د پاکستان د جوړېدو پرېکړه کړې وه، نو ځکه پاکستان ملي واحدونو رامنځته کړی او هېڅ استعماري واکمن د دغو واحدونو د وېش واک نه لري. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان له جوړېدو وروسته استعماري او ارتجاعي ځواکونو د ملي واحدونو پر برابرۍ ولاړ دیموکراتیک فدرالي نظام او د ولس د واکمنۍ مخه د اوږدو پوځي دیکتاتوریو له لارې ونیوله، د ۱۹۷۰ کال د ټاکنو د پایلو له نه منلو وروسته هېواد په دوو برخو ووېشل شو او د ۱۹۷۳ کال اساسي قانون هم څلور کاله وروسته لغوه شو، خو د ملي واحدونو د دیموکراتیکو ځواکونو د اوږدې مبارزې په پایله کې په ۲۰۱۰ کال کې اتلسم تعدیل منظور شو چې وروسته د ۲۶م او ۲۷م تعدیلونو له لارې عملاً بې اغېزې شوی دی. د ګوند په وینا اوسني واکمن د تاریخي ملي واحدونو ملي شتون، ملي هویت او خپلواکه حیثیت د نوو صوبو په نوم د وېشلو استعماري پلان جوړ کړی چې پایلې به یې د پاکستان د ثبات لپاره خطرناکې وي. خبرپاڼه زیاتوي چې د تاریخي پښتونخوا استعماري وېش لا هم دوام لري او جنوبي پښتونخوا، شمالي پښتونخوا، اټک او میانوالۍ د یووالي پر بنسټ له بولانه تر چتراله د متحد ملي صوبې له حقه پښتانه لا هم محروم دي، په داسې حال کې چې د سرائیکي ملي واحد له خپلواک حیثیت څخه هم انکار شوی دی. ګوند غوښتنه کړې چې د ژبې، کلتور او تاریخي حقایقو پر بنسټ د پښتنو، بلوڅو، سندیانو، سرائیکیو او پنجابیانو له ملي واحدونو څخه ریښتینی دیموکراتیک فدرالي نظام جوړ شي، په ملي اسمبلۍ او ټولو فدرالي ادارو کې د قومونو د برابرۍ حق ومنل شي او د دفاع، بهرنیو چارو، کرنسۍ او مواصلاتو پرته ټول واکونه ملي واحدونو ته وسپارل شي. خبرپاڼه څرګندوي چې پښتانه او نور ملي واحدونه به له خپلو تاریخي، ملي او هویتي حقونو څخه هېڅکله تېر نه شي او د ټولو محکومو قومونو له دیموکراتیکو او وطنپالو ځواکونو یې غوښتنه کړې چې په ګډه منظم شي او د ولسي مقاومت له لارې د نوو صوبو د استعماري پلان مخه ونیسي.
