تازه خبرونه ۲۳ اگست ۲۰۲۶

سیاسي اختلاف په بدژبۍ او کردارکښۍ بدلول د ډیموکراتیکو ارزښتونو خلاف دي، د جمعیت علما اسلام مشران

کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علما اسلام ضلع کوټې امیر شیخ الحدیث مولانا عبدالرحمن رفیق، جنرل سیکرټري حاجي عین الله شمس، سینئر مرستیال امیر مولانا خورشید احمد او نورو مشرانو ویلي چې اصولي اختلاف د ډیموکراتیک بهیر روح او د سیاسي مبارزې طبیعي برخه ده، خو اختلاف په تورونو، سپکاوي، ښکنځلو، کردارکښۍ او بدژبۍ بدلول د ډیموکراتیکو ارزښتونو او سیاسي اخلاقو خلاف دي. دوی وویل چې د نظر د اختلاف د څرګندولو لپاره دلیل، زغم او د اخلاقي حدودو مراعتول اړین دي، ځکه سیاسي اختلاف شخصي دښمنۍ ته اړول په ټولنه کې د زغم او خبرو اترو فضا زیانمنوي او پر سیاسي او ټولنیز ژوند منفي اغېز کوي. د جمعیت علما اسلام مشرانو له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې د دیني او سیاسي روزنې، لوړ اخلاقو او باوقاره خبرو له لارې د ټولنې لپاره د ښه مثال رول ولوبوي. هغوی وویل چې له سیاسي مخالفینو سره په نظریاتو کې اختلاف خپل ځای لري، خو د هغوی د عزت نفس، مقام او انساني وقار درناوی باید په هر حال کې وشي. د دوی په وینا، دا د بالغ فکر، لوړې سیاسي روزنې او نظریاتي کارکوونکي اصلي نښه ده. مشرانو وویل چې په اوسني وخت کې پر سیاسي مشرانو، کارکوونکو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو مسؤلیت دی چې اختلاف د نفرت او ټکر پر ځای د دلیل، خبرو اترو، زغم او باوقاره سیاسي چلند د ودې وسیله وګرځوي. هغوی زیاته کړه چې په ټولنه کې د تمدن، زغم او مثبت سیاسي مکالمې پیاوړتیا د وخت له مهمو اړتیاوو څخه ده.