تازه خبرونه ۲۳ اگست ۲۰۲۶

مستونګ چاودنه کې د امنیتي سرتېري پر شهادت صوبايي وزیر بخت محمد کاکړ سخت غندنه وکړه

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر او د بلوچستان د حکومت صوبايي وزیر صحت بخت محمد کاکړ د مستونګ د خدکوچې په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو د کاروان د بزدلانه ترهګریز برید په کلکه غندنه کړې ده. نوموړي په چاودنه کې د یوه امنیتي سرتېري پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر روغېدو لپاره یې د نېکو هیلو او دعا څرګندونه کړې ده. بخت محمد کاکړ ویلي چې بزدلانه ترهګریز بریدونه د امنیتي ځواکونو او ولس هوډ او حوصله نه شي کمزورې کولی. هغه وویل چې په بلوچستان کې د امن او نظم د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې او قربانۍ د ستاینې وړ دي او هېڅکله به ضایع نه شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د بلوچستان ولس او حکومت په هر سخت وخت کې له خپلو زړورو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.