تازه خبرونه ۲۳ اگست ۲۰۲۶

په امریکا کې د پاکستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو کډوالۍ ویزې بېرته پرانیستل شوې

واشنګټن (ویب نیوز) یوې امریکايي محکمې د پاکستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره د کډوالۍ ویزو د بهیر د درولو په اړه د ټرمپ ادارې تګلاره لغوه کړې ده.د نیویارک ولسوالۍ قاضي جینټ ورګاس د پرېکړې پر مهال ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د جنورۍ په میاشت کې نافذه شوې د ویزو تګلاره له قانوني واک څخه اوښتې او د فدرالي کډوالۍ له قانون سره په ټکر کې وه. دا پرېکړه د کډوالو د حقونو د سازمانونو له خوا د ثبت شوې دعوې په ترڅ کې شوې ده. په دغو ۷۵ هېوادونو کې پاکستان، بنګله دېش، ایران او روسیه هم شامل دي. د یادونې وړ ده چې د دغو هېوادونو لپاره د امریکا د کډوالۍ ویزو چارې له جنورۍ میاشتې راهیسې درول شوې وې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د یادو هېوادونو وګړي ښايي په امریکا کې پر عامه سرچینو بار واوسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د محکمې د پرېکړې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.