آسٹریلیا(ویب نیوز)د اسټرالیا او بنګلهدېش ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه یوازې په دوو ورځو کې پای ته ورسېده. اسټرالیا په دویمه ټېسټ لوبه کې بنګلهدېش ته د یوه پاڼۍ او ۵۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د بنګلهدېش لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۶۴ او په دویمه پاڼۍ کې په ۹۵ منډو وسوځېده، په داسې حال کې چې اسټرالیا په خپله یوازینۍ پاڼۍ کې ۲۱۰ منډې جوړې کړې. مچل سټارک په دویمه پاڼۍ کې ۴ او په ټوله ټېسټ لوبه کې ۱۰ ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې پیټ کمنز او ناتن لاین په دویمه پاڼۍ کې درې، درې لوبغاړي وسوځول. د اسټرالیا او بنګلهدېش ترمنځ د دوو ټېسټ لوبو لړۍ په ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
