پاکستان ۲۴ اگست ۲۰۲۶

حکمران چې پر اساسي قانون عمل نه کوي، دا د هغوی نیمګړتیا ده، مولانا فضل الرحمان

اسلام اباد (ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، په اساسي قانون کې څرګنده شوې چې د قرآن او سنتو خلاف قانون نه شي جوړېدای، که واکمن پر اساسي قانون عمل نه کوي، دا د هغوی نیمګړتیا ده. مولانا فضل الرحمان په پېښور کې د کارکوونکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، زموږ مشرانو موږ ته د سیاسي مبارزې درسونه راکړي او نن هم موږ اړ یو چې پر دغو لارښوونو عمل وکړو. هغه وویل، دفاعي ځواک د هېواد او دولت اړتیا ده او موږ د پاکستان د پیاوړي دفاعي ځواک ملاتړ کوو. په دې ترڅ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) مرکزي عمومي منشي عبدالغفور حیدري وویل، د هېواد اوسنی وضعیت د برصغیر له وضعیت سره توپیر نه لري او زموږ د غږ د ځپلو لپاره هر ډول حربه کارول کېږي. نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې د کونسلر څوکۍ هم نه شي ګټلای، زموږ پر وړاندې راوستل کېږي.