لاهور (ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مشرې یاسمین راشد ویلي چې حکومت د خلکو رایو ته درناوی نه درلود، اوس ثابته شوه چې د قضایه قوې درناوی هم نه لري، په کوټ لکھپت زندان کې بندې یاسمین راشد د خپل وکیل له لارې په بیان کې ویلي چې د تحریک انصاف له بنسټګر سره د حکومت چلند د غندنې وړ دی او حکومت د سترې محکمې له حکمونو سرغړونه کړې ده، نوموړې وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې نواز شریف چې د سروسز روغتون ته داخل شو، په ۱۸ ساعتونو کې طبي بورډ جوړ شو او د هغه شخصي ډاکټر عدنان هم د بورډ غړی و، د نواز شریف د ناروغۍ تشخیص په ۲۴ ساعتونو کې وشو او د درملنې لپاره برېتانیا ته د تګ اجازه ورکړل شوه، یاسمین راشد وویل چې د اړتیا پر مهال چمتو ده چې همدا بیان په ستره محکمه کې په حلف سره وړاندې کړي او د تحریک انصاف بنسټګر د نواز شریف د درملنې لپاره بهر ته د لېږلو اخلاقي جرئت درلود، نوموړې زیاته کړه چې حکومت له بنسټګر او د ولس له هغه سره له مینې وېره لري۔
