کوټه (ویب نیوز) د پاکستان سنټرل ماینز لیبر فېډرېشن مشرانو د بلوچستان د دکي ولسوالۍ په تنډک سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د زهري ګاز د راټولېدو له امله د رومي محمد او محبت الله په نومونو د دوو کانکېندونکو پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او له غمجنو کورنیو سره یې د زړه له کومې خواخوږي کړې ده. د فېډرېشن مرکزي مشر عبدالستار، مرکزي عمومي منشي سلطان محمد خان، خزانچي عبدالستار جونیئر، د تعلیم منشي عبدالحلیم خان، د آل پاکستان لیبر فېډرېشن صوبايي مشر شاه علي بګټي او نورو د بلوچستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دکي د سکرو په کان کې د زهري ګاز له امله د دوو مزدورانو د مړینې په اړه دې شفافه او بېطرفه پلټنه وشي، د خوندي کاري شرایطو په برابرولو کې د پاتې راتلو مسؤل کسان دې معلوم او د قانون له مخې دې سزا شي او د وژل شویو کانکېندونکو کورنیو ته دې سمدستي مالي مرسته ورکړل شي. د کارګرانو استازو وویل، دغه غمجنې پېښې یو ځل بیا په بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې د کارکوونکو له جدي خطرونو، په ځانګړي ډول د زهري ګازونو، د هوا د ناکافي تګ راتګ، د ګاز د معلومولو د وسایلو د نشتوالي او د بیړني ژغورنې د کمزورو انتظاماتو ستونزې را برسېره کړې دي. دوی له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په ټولو کانونو کې د خونديتوب د معیارونو جدي څارنه وکړي، کانکېندونکو ته مناسب حفاظتي وسایل، د هوا د تګ راتګ اسانتیاوې، د ګاز څارنې وسایل، د بیړنیو حالاتو لپاره چمتووالی او روزل شوي د ژغورنې خدمات برابر کړي او کارګر دې له مناسب حفاظتي نظام پرته کانونو ته د ننوتلو لپاره نه اړ کېږي. د دوی په وینا، په بلوچستان کې دې د سکرو د ټولو کانونو معاینه وشي او هغه کانونه چې خوندي نه وي، تر هغه دې بند وساتل شي څو د خوندیتوب ټول اړین معیارونه پوره کړي. فېډرېشن یو ځل بیا له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د کانونو د خوندیتوب او روغتیا په اړه د کار نړیوال سازمان کنوانسیون تصویب او عملي کړي، څو د کانکېندونکو د ژوند او روغتیا د ساتنې لپاره قانوني او ادارې چوکاټ لا پیاوړی شي.
