مقامی ۲۴ اگست ۲۰۲۶

د پاکستان د ثبات او روښانه راتلونکي یوازینۍ لار ولسواکي ده، زرک مندوخېل

کوټه(ویب نیوز) د پاکستان مسلم لیګ(ن) مرکزي مشر او د صوبایي اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخېل ویلي چې په هېواد کې د تلپاتې ثبات او پرمختګ لپاره د ولسواکۍ پیاوړتیا ډېره اړینه ده. نوموړي وویل چې ولسواکه نظام عامو خلکو ته دا واک ورکوي چې خپل استازي وټاکي او د پاکستان د ثبات او روښانه راتلونکي یوازینۍ لار ولسواکي ده. هغه وویل چې د پاکستان مسلم لیګ(ن) د ولسواکۍ د پیاوړتیا اوږد تاریخ لري او د ولسواکۍ د پالنې لپاره د ګوند مشرانو څخه تر عادي کارکوونکو پورې ګڼو کسانو قربانۍ ورکړې دي. د نوموړي په وینا، په ولسواک نظام کې ټاکل شوي ولسي استازي کولی شي د خلکو غوره خدمت وکړي او د ولسواکۍ پیاوړتیا د دوی اساسي هدف دی. هغه زیاته کړه چې په بلوچستان کې ګډ حکومت د ولسواک بهیر یو ښه مثال دی او د ولس د خدمت لپاره باید ټولې سیاسي ډلې د خپلو نظریاتو سره یوځای مخته یووړل شي. نوموړي د نړیوالې ولسواکۍ ورځې په مناسبت د امنیتي ځواکونو په ګډون ټولو شهیدانو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې او له ټولو یې وغوښتل چې د ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره په ګډه خپل رول ادا کړي.