تازه خبرونه ۲۴ اگست ۲۰۲۶

سرانان کې پر مزدورانو او د سړک جوړونې پر ماشینرۍ ډزې، ۵ مزدوران ووژل شول او یو ټپي شو

سرانان(ویب نیوز) د ډبل روډ د جوړولو پر کار بوختو بې ګناه مزدورانو او د هغوی پر ماشینرۍ نامعلومو وسله والو ناڅاپه ډزې وکړې، چې له امله یې ۵ مزدوران ووژل شول او یو بل سخت ټپي شو. له پېښې وروسته په سیمه کې سخته وېره خپره شوه او د سړک د جوړولو کار ودرول شو. د معلوماتو له مخې، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره امنیتي ځواکونه او مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته ورسېدل او د وژل شویو کسانو مړي او ټپي کس یې سمدستي روغتون ته انتقال کړل. اړوندو ادارو سیمه په محاصره کې واخیسته، شواهد او نور معلومات یې راټولول پیل کړل او د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.