اسلام آباد (ویب ډېسک) د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې په اپوزېسیون کې ناستو ګوندونو د ګډ اپوزېسیون پر جوړولو هوکړه کړې ده چې له مخې به یې په پارلمان کې د قانون جوړونې او نورو چارو په اړه ګډه تګلاره غوره کېږي. مولانا فضل الرحمان په اسلام آباد کې د ګډ اپوزېسیون له مشرانو سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې په هېواد کې د امن او امان وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی او له نن څخه د ګډې سیاسي مبارزې پیل کېږي، په همدې حال کې د قومي اسمبلۍ اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي هیله څرګنده کړه چې دا اتحاد به د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره ګټور ثابت شي.
