کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو د محمود خان اڅکزي د بیان په غبرګون کې ویلي چې هغه د خپل ژوند د وېرې له امله د ترهګرو تنظیمونو نوم نه اخلي او د حقایقو پټول له پښتنو سره دوستي نه، بلکې دښمني ده. نوموړي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د سرانان د برید مسؤلیت یوې ترهګرې ډلې پخپله منلی او د دې برید انځورونه یې هم خپاره کړي دي، خو ځینې مشران هڅه کوي هره پېښه د حکومت پر غاړه واچوي چې د هېواد او ریاست بدنامي کېږي. لانګو وویل چې د نړۍ پر وړاندې حقیقت روښانه دی او مشران باید له وېرې پرته د ولس رښتینې رهبري وکړي او حقایق خلکو ته ورسوي. هغه زیاته کړه چې محمود خان اڅکزي او نور پښتانه مشران که د پښتنو د پرمختګ، سوکالۍ او د عصري نړۍ له غوښتنو سره د برابرېدو لپاره غږ پورته کړي، دا به ښه اقدام وي، خو پښتنو ته د حقیقت پر ځای د ناسمې لارې ښودل له پښتنو سره دوستي نه، بلکې دښمني ده.
