کوټه(ویب نیوز) افغان قومي تحریک (اې کیو اېم) په یوه صوبایي بیان کې د پښین د سرانان تحصیل په سیمه کې د تېرې یوې اوونۍ پرلهپسې پېښې او د وسله والو ډلو له خوا د سیمې له محاصرې وروسته د بې ګناه مزدورانو وژنه په سختو ټکو غندلې ده. اې کیو اېم ویلي چې پښتون وطن بې سرپرسته ګڼل او په سیمه کې د وېرې او ترهې د خپرولو ناوړه سازش د زغملو وړ نه دی. د دوی په وینا، دا ډول پېښې د حکومتي واک د کمزورۍ، خراب امنيتي وضعیت او د حکومت، ملکي انتظامیې او اړوندو دولتي ادارو د جدي ناکامۍ څرګند ثبوت دی. بیان کې ویل شوي چې د وسله والو ډلو پرلهپسې پېښې د پښتنو او بلوڅو قومونو ترمنځ د اختلاف او شخړې د رامنځته کولو یوه خطرناکه دسیسه ده او د دواړو قومونو مسؤل مشران باید د دې ډول اقداماتو د مخنیوي لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي. افغان قومي تحریک ویلي چې حکومت او اړوندو ادارو ته د سرانان د محاصرې په اړه پر وخت د معلوماتو رسېدو سربېره، د څو ساعتونو لپاره د اغېزمن اقدام نه کول د حکومت د ناکامۍ څرګند ثبوت دی. اې کیو اېم له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې په سرانان کې د پرلهپسې پېښو بې پرې تحقیقات وکړي، ککړ عناصر ونیسي او قانون ته یې وسپاري او د ملي لویو لارو په ګډون په ټوله سیمه کې د امن او امان فضا ټینګه کړي، څو ولس له وېرې پرته خپل ژوند وکړي.
