تازه خبرونه ۲۴ اگست ۲۰۲۶

په ډپټي کمشنر چمن کمپلیکس کې خلاصه کچهري، د ولسي ستونزو د حل لپاره احکامات جاری شول

چمن (سید سردار محمد خوندئی)

د ډپټي کمشنر چمن حبیب احمد بنګلزي په مشرۍ د ډپټي کمشنر کمپلیکس په تالار کې د خلاصې کچهرۍ تابیا وشوه، چې موخه یې د ښاریانو ستونزې، شکایتونه او وړاندیزونه په مستقیمه توګه اورېدل او د هغو د ژر تر ژره حل لپاره ګامونه اخیستل وو.

په خلاصه کچهري کې د پوځ کرنل اسد، ډي پي او چمن اعتزاز عارف، د بېلابېلو دولتي څانګو افسرانو، قومي مشرانو، سوداګرو، ځوانانو، د مدني ټولنې استازو او نورو اړوندو چارواکو ګډون وکړ.

په دې موقع قومي مشرانو، سوداګرو، د مدني ټولنې استازو او ښاریانو خپلې ستونزې او شکایتونه وړاندې کړل، چې د اړوندو چارواکو له لوري یادداشت شول. ګډونوالو د بې روزګارۍ، په ښار کې د امنیت وضعیت، د نادرا اړوند ستونزو، د برېښنا د اوږدې لوډشیډنګ په ګډون نورې مهمې ولسي ستونزې په ګوته کړې.

ډپټي کمشنر حبیب احمد بنګلزي د اړوندو څانګو افسرانو ته د ولسي شکایتونو د سمدستي او اغېزمن حل لپاره اړین احکامات جاری کړل او هدایت یې وکړ چې د ښاریانو د ستونزو د حل لپاره دې ټولې شته سرچینې وکارول شي او د ولسي شکایتونو په اړه دې عملي پرمختګ ډاډمن شي.

هغه وویل چې د ولسي ستونزو پر وخت حل د ضلعي ادارې لومړنۍ لومړیتوب دی. د خلاصو کچهریو د جوړولو موخه د ولس او ادارې ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کول، د ښاریانو ستونزې په مستقیمه توګه اورېدل او د هغو د حل لپاره اغېزمن ګامونه اخیستل دي.