مقامی ۲۴ اگست ۲۰۲۶

کوټه، ډګاري کې د وسله‌والو مبینې ناکه بندي؛ د موټرو د تلاشي راپور

کوټه (ویب نیوز) د کوټې په ډګاري سیمه کې د وسله‌والو کسانو له خوا د څو ساعتونو لپاره د مبینې ناکه بندۍ او د تګ راتګ کوونکو موټرو د سنیپ چیکنګ راپورونه ورکړل شوي دي. د سرچینو په وینا، وسله‌والو د پنجاب پر لور روانو درې موټرو ټایرونه په ډزو سوری کړي او وروسته یې درې واړه ډرېوران هم له ځان سره وړي دي. د پېښې په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي څرګند شوي او اړوندو چارواکو هم د پېښې په اړه په رسمي ډول نه تایید او نه تردید کړی دی.