کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان په مرکز کوټه کې پولیسو د نشهيي توکو د استعمال او خرڅلاو پر ضد د عملیاتو لړۍ پراخه کړې او د جناح روډ اړوند ښار نالې کې یې لوی عملیات ترسره کړي دي. د عملیاتو پر مهال شاوخوا ۱۴۰ نشهيي کسان په خپله ولکه کې واخیستل شول او بېلابېلو د بیا رغونې مرکزونو ته ولېږدول شول، څو د نشهيي توکو له روږدي کېدو څخه د خلاصون لپاره ورته د درملنې او بیا رغونې اسانتیاوې برابرې شي. پولیسو دوه کسان هم د نشهيي توکو د احتمالي خرڅلاو په تور نیولي او د هغوی پر ضد قانوني کارروایي پیل شوې ده. د عملیاتو مشري د سټي ایس پي آصف غفور، د سول لاین ایس ډي پي او قادر قمبراني او د سټي ایس ایچ او نعمت الله خلجي کړې وه او ګڼ شمېر پولیسو پکې ګډون کړی و. د پولیسو په وینا، د ښار نالې او شاوخوا سیمو کې ځینې غیرقانوني او موقتي جوړښتونه هم ړنګ کړل شول، چې پکې یو میډیکل سټور، پرچون دوکان او هوټل هم شامل دي. چارواکي وایي چې د عملیاتو موخه د ښار نالې له نشهيي توکو او نورو غیرقانوني فعالیتونو پاکول او د سیمې خلکو ته خوندي چاپېریال برابرول دي. پولیسو څرګنده کړې چې د نشهيي توکو پر ضد به بې توپیره کارروایي روانه وي او د نشهيي توکو د پلورونکو، اسانتیا برابرونکو او د رسولو شبکو پر ضد به هم اقدامات کېږي. پولیسو له خلکو غوښتي چې په خپلو سیمو کې د نشهيي توکو د خرڅلاو یا استعمال په اړه هر ډول معلومات له پولیسو سره شریک کړي.
