اسلام آباد (وېب نیوز) د ګډ اپوزېسیون د پارلماني ګوندونو په لومړۍ ګډه غونډه کې پي ټي آی، جمعیت علماء اسلام، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، مجلس وحدت مسلمین او سني اتحاد کونسل پر ټولو ملي چارو د ګډ دریځ خپلولو، د ګرانۍ، بې روزګارۍ، پټرولیم محصولاتو او د برېښنا او نورو اسانتیايي بلونو په برخه کې ولس ته د رعایت لپاره حکومت ته په پارلمان کې د سختې مقابلې ورکولو هوکړه وکړه. له غونډې وروسته محمود خان اڅکزي وویل چې اپوزېسیون د فشار په فضا کې د اساسي قانون د واکمنۍ، خپلواکې عدلیې او ولسواک نظام د بیا رغونې لپاره یو موټی شوی، مولانا فضل الرحمن وویل چې په هېواد کې د امن او نظم وضعیت د ډاډ وړ نه دی، کورنۍ کمزورۍ پټېدای نه شي او په سختو حالاتو کې باید د صوبو په اړه هم جدي غور وشي.
