تازه خبرونه ۲۶ اگست ۲۰۲۶

امریکا او ایران د نوې اوربند هوکړه کړې

تهران/واشنګټن( ویب نیوز) د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، امریکا او ایران د نوي اوربند پر هوکړه سلا شوي چې له مخې به یې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو ازاده تګ راتګ هم تضمین شي، د اوربند رسمي اعلان تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې وشي او له هغې وروسته به خبرې اترې او تخنیکي غونډې ترسره کېږي، د راپور له مخې د جون په نیمایي کې دواړو لورو په اسلام‌اباد کې د تفاهم یادداشت لاسلیک کړی و چې پر بنسټ یې د سولې تړون ته د رسېدو زمینه برابرېده، خو له یوې میاشتې په کم وخت کې بیا د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ پیل شو، په تېرو څو اوونیو کې د منځګړو له لارې د نوي اوربند لپاره هڅې روانې وې، په همدې موده کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د اقتصادي جګړې اعلان کړی و او پر نورو هېوادونو یې هم ټینګار کړی و چې د ایران د اقتصادي محاصرې په برخه کې دې له امریکا سره همکاري وکړي، ایران د امریکا دغه اقدام د جګړې په ډګر کې د ماتې منلو په معنا بللی و، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې امریکا هڅه کوي د جګړې له لارې د نړۍ پام له خپلو کورنیو ستونزو واړوي.