مقامی ۲۶ اگست ۲۰۲۶

بلوچستان کې د ترانسپورټ د ځنډ احتمال، له غیر ضروري سفر څخه د ډډې کولو سپارښتنه

کوټه (ویب نیوز) په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت له امله د ترانسپورټي خدمتونو د ځنډېدو احتمال ښودل شوی او چارواکو له ښاریانو غوښتنه کړې چې له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي او د سفر له پیلولو مخکې دې د اړوندې ادارې او ترانسپورټ چارواکو څخه د لارې او امنیتي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي. د امنیتي اندېښنو له امله د اګست پر ۲۵مه او ۲۶مه له کوټې څخه تلونکی جعفر اېکسپرېس رېل هم ځنډول شوی دی. د چارواکو په وینا، د رېل او سړک له لارې د ترانسپورټ د ځنډولو موخه د مسافرو د ځان او مال خوندیتوب دی او د حالاتو له عادي کېدو سره به د خدمتونو د بیا پیل اعلان وشي.