اسلام اباد( ویب نیوز) د پاکستان نوموړي باکسر عثمان وزير د خپلې بلې نړيوالې مقابلې اعلان کړی او ويلي يې دي چې د سپتمبر په ۲۶مه به په تايلنډ کې د اندونيزيا له باکسر ايري اګسټن سره په سيالۍ کې برخه واخلي، عثمان وزير له جيو نيوز سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې که د پاکستان د باکسينګ فېډرېشن له هغه سره همکاري وکړي، نو دی غواړي په اولمپيک لوبو کې هم د پاکستان استازيتوب وکړي.
